ولسمشر: د سولې لپاره هره ناسمه کړنلاره به بدې پایلې ولري

0 296

ولسمشر محمد اشر ف غني وايي، د افغانستان حکومت د سولې تامین ته ژمن دی او په دې برخه کې تدبیر لرونکي ګامونه اوچتوي.

هغه نن د اروپا لپاره د ناټو د متحدینو له ارشد قوماندان جنرال ټوډ ولټرز سره کتنه کې ویلي، د سولې اړوند هر ډول ناسمه کړنلاره به ناوړه پایلې له ځانه سره ولري.

ولسمشر زیاته کړې، د افغانستان سوله او امنیت د دښمن له جدي ګواښ سره مخ  دي او اړتیا ده چې دغه پروسه په پوره تدبیر مخ ته لاړه شي.

هغه څرګنده کړې: ټرورېسټان غواړي افغانستان د ځان لپاره امن ځاله وګرځوي، خو امنیتي ځواکونو په مېړانه د هغوی د اهدافو تر لاسه کېدو مخنیوی کړ یدی.

د هغه په خبره، طالبان اوس هم اوربند او سولې ته اراده نه لري، ځکه خو په ملکي محلاتو او عامه تاسیساتو بریدونه ترسره کوي.

د هېود ولسمشر ټینګار کړی چې طالبان باید له پاکستان، نشه يي توکو، القاعده، داعش او نورو ترهګریزو ډلو سره د خپلو اړیکو وضاحت ورکړي.

د هغه په خبره، طالبان د پاکستان خاوره کې د امن ځالو له موجودیت پرته، خپل فعالیت ته دوام نه شي ورکولای.

ولسمشر یو ځل بیا ویلي چې ټاکنې به کېږي او پر خپل وخت به کېږي، ځکه د افغانستان حکومت او د افغانستان خلک د ټاکنو لپاره جدي اراده لري.

په همدې حال کې، د ناټو سازمان  دغه ستر قوماندان جنرال ولټرز د افغان ځواکونو د سرښندنو ستاینه کړې او ټینګار يې کړی چې افغان او بهرني پوځونه یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د سیمې او امنیت لپاره مبارزه کوي.

د هغه په خبره، ناټو غړي هېوادونه به د ستراټیژیک ملګرو په توګه د افغاستان خوا کې پاتې شي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به  دوام ورکړي.

Leave A Reply