ولسمشر: خارجه وزارت کې اغا زاده ګان دي او اجراییه ریاست راته په چېلک اندازۍ بدل شوی دی

0 298

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت به هېڅکله طالبانو ته زارۍ ونه کړي، بلکې له  دغې ډلې سره په پوره ځواک او قوت مذاکرې ته ور دانګم.

ولسمشر چې نن یې له یوې خصوصي رسنۍ سره خبرې کولې وویل، سیاسیون له نیوکې پرته ځکه نور څه نه لري برنامه ورسره نشته ده.

د ولسمشر په وینا، ټاکنې کېدونکي او پر خپل وخت به ترسره کېږي.

ولسمشر ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ټاکل، د دوی په مشوره ترسره شوي دي او دې حق هم درلود چې باید ویټو یې کړي.

د هېواد جمهور رییس وویل، د طالبانو په غوښتنه به هېڅکله واک پرېنږدي، خو که افغان ولس ترې وغواړي،  دغه کار به وکړي.

د ولسمشر په خبره، ۷۰ کاله مې عمر دی، ممکن سبا ومرم، خو هڅه مې دا ده چې جمهوري نظام باید وساتل شي.

ولسمشر وویل، هر کال د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۵۰۰ میلیونه ډالر مصارف افغان حکومت ورکوي او هڅه کېږي چې  دغه شمېر نور هم لوړ کړو.

د هېواد ولسمشر ټينګار وکړ چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د راکمولو طرحه د افغان حکومت وه.

د ولسمشر په وینا، د هېواد ټولو سیاسیونو ته یې د دارالامان ماڼۍ افتتاح مراسمو ته بلنه ورکړې وه، خو هغوی په کې برخه وانخېسته او زه نه شم کولای هغوی په زور راولم.

هغه وویل، بهرنیو هېوادونو ته د طالبانو د سفرونو زمینه افغان سیاسیونو مساعده کړې ده.

د هغه په خبره، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان نیت ښه شوی دی، خو دا کفایت نه کوي، بلکې دغه هېواد یې باید عمل کې ثابته کړي.

ولسمشر وویل، بهرنیو چارو وزارت کې جدي مشکلات شتون لري او مونږ ددې ستونزو څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

د هغه په وینا، بهرنیو چارو وزارت له اغا زاده ګانو ډک شوی دی.ګ

ولسمشر وویل، د بهرنیو چارو وزارت د نوې مالي او اداري معینې د تقرر په تړاو به مې حکم د شنبې په ورځ عملي شي.

د هغه په وینا، زه د کابینې له وزیرانو سره هېڅ مشکل نه لرم، خو د هغوی په کار نیوکه لرم.

Leave A Reply