اسلامي پراختیايي بانک افغانستان کې سل بستریز روغتون جوړوي

0 297

ولسشر محمد اشرف غني نن یکشنبه، د اسلامي پراختیا بانک له ریس ډاکټر بندرالحجار سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو د افغانستان د اقتصادي ودې، پرځان بسیاینې، پانګونې او همدارنګه د انکشاف او کرنې برخو کې د همکاریو او افغانستان ته د اوږدمهاله پورونو د ورکړې په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني د کرنې د ودې او نړیوالو بازاراونو ته د کرنیزو محصولاتو او مېوو لېږد ته په اشارې ویلي، د اسلامي پراختیا بانک دې د کرنیزو تولیداتو د لا ښې ودې او د بزګرو، کروندګرو او کلیوالي خلکو د ژوند او عاید د ښه والي لپاره مرسته او پانګونه وکړي.

ښاغلي غني څرګنده کړې، د سعودي عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د افغانستان د جلغوزیو، زعفرانو، بادامو او نورو محصولات صادرات زیات شوي او د کرنې په برخه کې د اسلامي پراختیا بانک د مرستو او اوږدمهالو پورونو په پایله کې په دې برخه کې نور ښه والی هم راتلای شي.

بلخوا، د اسلامي پراختیا بانک رئیس د اقتصادي ودې او همکاریو په برخه کې د حکومت په ځانګړي ډول د جمهوررئیس غني برنامې ستایلي او ویلي دي اسلامي بانک لېواله دی چې د کرنې، انکشاف او لویو پروژو د تمویل برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

همدا راز، د اسلامي پراختیا بانک رئیس ډاکټر بندرالحجار او د مالیې وزارت سرپرست محمدهمایون قیومي په افغانستان کې د یو سل بستریز روغتون او څلورو کلینیکونو د جوړولو موافقتنامه لاسلیک کړه.

Leave A Reply