صدیقي: د اسلامي جمهوریت له  موقفه به طالبانو سره خبرو ته کېنو

0 246

 چهارشنبه، د وږی میاشتې ۶ مه

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي چې نن يې یوې خبرې غونډې ته وینا کوله وویل، افغان حکومت به د جمهوري نظام له ادرسه طالبانو سره له قوي موقفه خبرو ته ور دانګي.

د صدیقي په خبره، افغان حکومت اړ نه دی چې د طالبانو هر فرمایش ومني.

هغه ټینګار کوي چې اصل همدا دی تر څو  جمهوریت له ادرسه باید خبرې وشي.

نوموړي څرګنده کړه چې ممکن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن یا سبا کابل ته راشي او دلته له افغان حکومت سره د نهم پړاو مذاکراتو جزییات شریک کړي.

Leave A Reply