کابل کې مشهور غل پهلوان جمشید ووژل شو

0 419

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، پهلوان جمشید کابل ښار کې چې په ټپي حالت کې نیول شوی و، په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
نصرت رحیمي وايي چې پهلوان جمشید د مجرمو ډلو خپل‌منځي جګړه کې ټپي شوی و.
رحیمي یادونه کوي چې دا کس د کابل ښار په بېلابېلو حوزو کې په وسله‌واله غلا، وژنو او خلکو په ځورولو تورن و.
پولیسو په همدې وخت کې د دې ډلې دوه نور غړي هم نیولي دي.

Leave A Reply