زلمي خلیلزاد تېره شپه له ولسمشر غني سره وکتل

0 293

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري نن دوشنبه د «وږې میاشتې پر۱۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې خلیلزاد پرون ناوخته له دوحې څخه کابل ته له رسېدو وروسته له ولسمشر غني سره په ارګ کې وکتل.

نوموړې زیاته کړه:”خلیلزاد تېره شپه له ولسمشر سره لیدلي دي،نور جزئیات او معلومات به د ورځې په اوږدو کې شریک شي.”

اغلې وزیري که څه هم په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ښاغلي خلیلزاد پرون ویلي و، چې د سولې په اړه وروستي جزئیات به له افغان چارواکو سره شریک کړي.

ارګ وايي، ټاکل شوې د نن ورځې په اوږدو کې د یادې لیدنې په اړه پوره معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو مذاکرات وړمه شپه د «اګست پر ۳۱مه» نېټه پای ته ورسېدل.

زلمي خلیلزاد د یادو مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته وویل، چې دواړې خواوې د داسې توافق په درشل کي دي، چې تاوتریخوالی به ورسره راکم شي او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره به د خبرو زمینه برابره کړي.

دواړو لورو تر دې مخکې خوشبیني ښودلې وه، چې په نهم دور مذاکراتو کې وروستۍ نتیجې ته ورسېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي و، چې نهم دور مذاکرات په بریا سره پای ته ورسېدل.

خو دواړو لورو تر دا مهاله د وروستي توافق او یا دا چې بل دور مذاکرات به هم کوي کنه، تر دا مهاله څه نه دي ویلي.

pashtovoa.com

Leave A Reply