ارګ: اوربند او بین الافغاني مذاکرات د سولې په هوکړه کې شامل دي

0 429

ارګ وایي اوربند او بین الافغاني مذاکرات د امریکا او طالبانو په هوکړه کې شامل دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې زلمي خلیلزاد د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې جزیات له ولسمشر غني سره شریک کړي دي. دده په خبره اوس افغان حکومت ددغه هوکړې په مطالعه بوخت دی او وروسته به یې له زلمي خلیلزاد سره په اړه لا ډېر بحثونه ولري. صدیقي زیاته کړې، په هوکړه کې ګڼ موارد شامل دي، چې د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو مسئله هم پکې راځي. صدیقي وايي ولسمشر غني ته په سوله کې تر هر څه وړاندې د افغانستان ګټې مهمې دي او په خبره یې دوی غواړي ډاډه شي چې دغه هوکړه به په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي. د هغه په وینا دوی له زلمي خلیلزاد سره پر دې بحثونه کوي څو دغه تړون د افغانستان ملي ګټې خوندي کړي او په هېواد کې د تل لپاره د یوې اوږدې او خونړۍ جګړې لمن ټوله کړي. د ولسمشر ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي خو د سولې لپاره هم هڅې روانې دي.

Leave A Reply