خلیلزاد: که ولسمشر غني د سولي هوکړه ونه مني دوی بله لار هم لري

0 974

د سولې پر هوکړه د خلیلزاد او غني اختلاف زیات سوي، امریکا وايي که ولسمشر دا هوکړه ونه مني،نو دوی بله لار هم لري، اجرائیه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله به يې امضاء کړي،ځکه هغه د امریکا سره ښې اړیکي لری.

د حکومت مؤثقو سرچینو رسنیو ته ويلي، چي د سولي د نهايي هوکړي پر سر د ولسمشر محمد اشرف غني او زلمي خلیلزاد تر منځ ژور اختلافات راغلي،چي احتمال لري د هوکړي لاس لیک اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله وکړي.

سرچنې وايي ولسمشر نه غواړي، چي هوکړه له طالبانو سره د اسلامي امارت په نوم لاسلیک کړي.

د دې ترڅنګ زلمي خلیلزاد ولسمشر ته ويلي،چي ټاکني به ځنډيزي او انتقالي حکومت به رامنځ ته کيږي.

د رسنیو د معلوماتو له مخي خلیلزاد ولسمشر غني ته ویلي، چې هوکړه ورسره ومني ګني دوی لپاره بل انتخاب هم شته او هغه عبدالله عبدالله دی چې له امریکا سره یې ښې اړیکې پاللې دي.

بل پلو د ارګ ویاند صدیق صدیقي دا نه وايي چې د ولسمشر او خلیلزاد تر منځ څه تېر شوي، خو نوموړی وايي، هوکړه باندې افغان حکومت امریکا ته خپل ملاحظات وړاندې کوي.

Leave A Reply