ارګ: د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه اندېښمن یوو

0 267

ارګ وایي د سولې له روان بهیر ملاتړ کوي، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې د پایلو په اړه اندېښمن دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، افغان حکومت د سولې بهیر کې د هر هغه پرمختګ ملاتړ کوي، چې پایله یې تلپاتې سوله او د جګړې ختمېدل شي. 
نوموړی وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه د افغانستان حکومت اصلي اندېښنه دا ده چې تر هوکړې وروسته د ممکنه رامنځ ته کېدونکو خطرونو مخه څنګه ونیول شي.
صدیق صدیقي وايي، لکه څنګه چې پخوانیو امریکايي چارواکو او سناتورانو د دغه هوکړه لیک په اړه اندېښنه ښودلې، افغان حکومت یې هم په اړه اندېښمن دی او ددغې هوکړې په تړاو لا نور وضاحت غواړي. تر دې وړاندې صدیق صدیقي ویلي وو، چې امریکا د هوکړې متن ورته سپارلی دی او دمګړی د افغان حکومت تر ارزونې او بحث لاندې دی.
دده په خبره تر ارزونو او بحثونو وروسته به خپل نظر له امریکا سره شریک کړي.

Leave A Reply