کانګرس خلیلزاد ته: د افغان سولې جزییات په علني ډول مونږ ته وړاندې کړه

0 320

 پنجشنبه، د وږی میاشتې ۱۴ مه

د امریکې د کانګرس د بهرنۍ کمېټې مشر ایلیوټ ال انجل د افغانستان د سولې لپاره د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه غوښتي چې د افغان سولې اړوند د ۹ م پړاو مذاکراتو وروستي جزییات په علني ډول کانګرس ته وړاندې کړي.

د کمېټې رییس همدا راز د امریکا په بهرنیو چارو وزارت غږ کړی دی چې له طالبانو سره د سولې اړوند د جزییاتو پټ ساتلو بهیر ته د پای ټکی کېږدي.

ښاغلي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر پر مهال اعلان کړی و چې له طالبانو سره هوکړه وروستۍ شوې ده او ممکن ژر لاسلیک شي.

هغه همدا راز د سولې هوکړې جزییات هم له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړي.

هغه لیک چې د امریکې کانګرس خلیلزاد ته لېږلی په کې راغلي، د افغانستان خلک حق لري چې د سولې توافق جزییاتو په اړه خبر شي.

لیک کاږي، د سولې هوکړه لیک جزییات له مشرانو سره شریک شوي دي، خو د افغانستان خلک باید وپوهېږي چې دې هوکړه لیک کې څه دي او د افغانستان پر وړاندې د امریکې سیاست کوم ډول دی؟

تېره اوونۍ هم د امریکا کانګرس  غړیو د خپل هېواد د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي و چې د سولې مذاکراتو جزییات ورسره شریک کړي.

Leave A Reply