د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولی

0 262

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کمپ ډېوېډ کې له طالب مشرانو او ولسمشر غني سره ليدنې لغوه کړي‌.
ټرمپ په دوو بېلابېلو ټويټونو کې ليکلي، دا ليدنې يې په کابل کې د هغه بريد له کبله لغوه کړي چې مسووليت يې طالبانو منلی و.
ټرمپ دغه راز په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو درولو حکم هم کړی. 
نوموړي زياته کړې، که طالبان د سولې په دغو مهمو خبرو کې اوربند ته تيار نه دي او لا هم خپلو بريدونو ته دوام ورکوي؛ نو دا ډله د سولې د يوه ښه تړون وړتيا هم نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ په نهم پړاو خبرو کې دواړه لوري يوې نسبي هوکړې ته رسېدلي وو.

Leave A Reply