د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې د طالبانو ماین چاودنې ۳ ملکیان شهیدا کړي

0 488

چارواکي وایي، د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو د یوې چاودنې پر مهال درې ولسي وګړي شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې ولسوالۍ امنیې قومندان نعیم ساپی زیاتوي، دا کسان په شاه کوټ کاکړو کلي کې هغه مهال شهیدان او ټپیان شول چې وسله‌والو طالبانو د والیبال په میدان کې ځای پر ځای شوي ریموټ کنټرول ماین ته چاودنه ورکړه.
د تګاب امنیې قومندان په وینا، په شهیدانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم وایي، پېښه نن نږدې ۵ بجې هغه مهال رامنځ‌ته شوه چې خلک د والیبال لوبې نندارې ټول شوي وو.

Leave A Reply