غزني کې د بهرنيو اتباعو په ګډون 35 تنه وسله وال طالبان ووژل شول

0 332

غزني کې د بهرنيو اتباعو او دوو سرګروپانو په ګډون 35 تنه وسله وال طالبان ووژل شول

سه شنبه 26/6/1398 د مرکز غزني اړوند په منګور، قره باغي، کلاغج او شاوخوا سيمو کې بيګاه شپه د ځانګړو افغان ځواکونو په عملياتو کې د 10 پاکستاني اتباعو او دوو سرګروپانو په ګډون، 35 تنه وسله وال طالبان ووژل شول. محمد طاهر مشهور په خاکسار او عمر خالد دوه طالب سرګروپان، غزني کې د طالبانو د جلب او جذب د تحرير مسئول ملنګ او ځينو سيمو ته د طالبانو مالي مسئول همت هم په وژل شويو کې شامل دي. په عملياتو کې 12 ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله راکټ، يو ميل پيکا او يو ميل دراﺯنوف د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. په سيمه کې چاڼيز عمليات لاهم روان دي او ممکن د طالباتو د تلفاتو شمير ﺯيات شي.

Leave A Reply