ترکیې په پروان کې د ولسمشر اشرف غني د ټاکنیز کمپاین په غونده برید وغنده

0 295

ترکیې  د  افغانستان کې  د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې  د ولسمشرۍ د  ټاکنیز کمپاین په غونډه  خونړی  برید چې په پایلو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده  په کلکو ټکو وغنده.

د ترکیې  د بهرنیو چارو وزارت  په خپور کړي  د تسلیت په بیان کې ویلي دي چې  په ډیرې خواشینۍ سره مو  نن  د افغانستان د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې  د ولسمشر محمد اشرف غني  د ټاکنیز کمپاین پر غونده  د  ترهګري  برید چې په پایله کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خبر ترلاسه کړ.

په بیان کې راغلي دي چې  ترکیه په افغانستان کې په ډیموکراتیک  بهیر  دا ترهګری  برید  په کلکو ټکو غندي. د برید د قربانیانو له لپاره د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء  او د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون  د افغانستان حکومت او ورور ملت ته  د جمیل صبر غوښتنه کوو  او  تسلیت مراتب وړاندې کوو.

امید  دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې  د سولې او امنیت په فضا کې  ترسره شي.

د ویلو ده چې نن  په ځايي وخت د غرمې نه مخکې د ۱۱ نیمو بجو په شاوخوا کې  د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې  د دولت جوړونکي ټیم  د ټاکنیز کمپاین په غونډه چې پخپله ولسمشر محمد اشرف غني هم  پکې ګډون درلود  ځانمرګی برید وشو. پدې برید کې ۲۵ تنه مړه او ۳۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

trt.net.tr

Leave A Reply