عبدالله ته غبرګون؛ ارګ وايي، هېڅ مرجع د ولسمشر حکم نه شي ځنډولی

0 203

ارګ د اجراییه رییس عبدالله عبداله د  هغو خبرو غبرګون کې چې د ولسمشر حکمونه د عملي کېدو وړ نه دي ویلي، اساسي قانون کې د ولسمشر غني واکونه مشخص شوي دي او هېڅ مرجع نشته چې حکمونه له عملي کولو وځنډوي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بهرنیو چارو وزارت کې بیا د تفتیش په هدف ټاکل شوی پلاوی خپلې چارې روانې وساتي.

عبدالله خبرداری ورکړی و چې نور به د ولسمشر د حکم عملي کېدو ته اجازه ورنه کړي.

Leave A Reply