د کرزي کور کې پر موقت حکومت او د ټاکنو سبوتاژ باندې بحث شوی

0 455

د هېواد ګڼ شمېر سیاسیونو او مدني فعالینو نن د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په کور کې غونډه درلوده.

د کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د هېواد سیاسیونو غوره ګڼلې چې ټاکنې باید شاته وغورځول شي، ځکه په وینا یې دا ټاکنې نورې ستونزې زېږوي.

خو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط محور ته وویل، د حامد کرزي د کور په نننۍ جلسه کې د موقت حکومت پر جوړېدا او تر څنګ یې د ټاکنو پروسې په جدي سبوتاژ بحث شوی دی.

حامد کرزي د غونډې ګډونوالو ته ویلي، د ټاکنو ترسره کېدو ته هېڅ ضرورت نشته دی، ځکه په  وینا یې چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه روسیه ددې پلوي نه کوي چې افغانستان کې دې د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره شي.

هغه ټینګار کړی دی چې موقت حکومت د ستونزو حل یواځینۍ لار ده او ددې هدف د تر لاسه کېدو لپاره باید له ټولو لارو چارو کار واخېستل شي.

کرزي د غونډې ګډونوالو ته خطاب کې  ویلي، د موقت حکومت ریاست لپاره ځینې کسان هم غوره شوي دي.

هغه  زیاته کړې چې د طالبانو قطر دفتر له استازو سره هم په دې اړه مشوره شوې ده.

Leave A Reply