ملي امنیت د هرات ګمرک ۶ کار کوونکي نیولي دي

0 295

ملي امنیت د هرات ولایت د ګمرک ۶ کار کوونکي  د ګمرکي محصولاتو د غلا او تښتونې په تور نیولي دي

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم تایید کړې ده چې د ګمرک شپږ کار کوونکي د ملي امنیت لخوا د قوي اسنادو پر مټ د فساد په تور نیول شوي دي.

نوموړی وايي، نیول شوي کسان د هرات اسلام قلعه بندر کې د تشریح او پلټنې کارمندان وو چې د میلیونونه افغانۍ محصولاتو په فرار کې یې لاس درلود او اوس یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.

Leave A Reply