پاکستاني ځواکونو پر کونړ ۱۸۰ مرمۍ توغولي چې ۳ ماشومان یې شهیدان کړي دي

0 309

پاکستانیو ځواکونو تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د کونړ ولایت شلټن ولسوالۍ په غونډ، سنو، ګوبجه، یخ ناو او پنبه کلیو باندې د هاوان ۱۸۰ مرمۍ توغولي دي چې له امله یې د نجیب الله، عمران، او سمیع الله په نومونو د یوې مدرسې درې زده کوونکي شهیدان شوي دي او مدرسه په بشپړ ډول تخریب شوې ده.

د مرمرۍ توغولو له امله د خلکو یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

پاکستانیو ځواکونو له تېرې یوې  اوونۍ راهېسې یو ځل بیا د کونړ ولایت په یو شمېر سیمو راکیټي حملو ته زور ورکړی دی.

د تېرې وږی میاشتې په نیمايي کې افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستانیو ځواکونو سرغړونو له امله شکایت وکړ، خو لیدل کېږي چې کوم ځای یې نه دی نیولی.

Leave A Reply