طاهر اشرف افغانانو ته: ټاکنو کې ګډون ونه کړئ

0 365

د پاکستان د علماوو شورا رییس مولانا طاهر اشرف پر افغانانو غږ کړی دی چې هېواد یې اشغال دی او باید د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هېڅ راز ونډه وانخلي.

هغه ویلي افغانستان یو اشغال شوی هېواد دی او طالبانو د ازادۍ لپاره جګړه کوي.

د طاهر اشرف د غه دریځ د افغانانو توند غبرګون راپارولی دی او ویلي يې دي چې دغه کار د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ده.

بلخوا بیا لسګونه زره افغانانو د جمهوري ریاست ټاکنو کې د ګډون لپاره زړه ښه کړی دی.

د جمهوري ریاست ټاکنې به سبا شنبه ترسره شي.

د پاکستان د علماوو شورا رییس مولانا طاهر اشرف ۲۰۱۴ کال کې هم پر افغانانو غږ کړی و چې اشرف غني ته رایه مه ورکوئ.

Leave A Reply