واشنګټن پوسټ: غني منظم کمپاین وکړ، لومړي پړاو کې يې ګټي

0 389

د امریکا “واشنګټن پوسټ” ورځپاڼه د ولسمشر غني او روانو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند په حواله لیکي چې په رایو کې درغلي به ډېرې ناوړه پایلې ولري.

خو بل نوماند او د افغانستان اجرایه رئیس عبدالله عبدالله وايي ونه ویل چې د درغلیو پایله به څنګه کېږي، خو په یوه مرکه کې يې روښانه کړه چې غني باید “مسولانه اقدام” وکړي.

دا ځل ۱۶ تنه نوماندان ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ دي. ۷۰ کلن غني ډېر سخت کمپاین وکړ او ښې ډېرې پيسې یې ولګولې، او تمه ده چې په لومړي پړاو کې ټاکنې وګټي او له ۵۰ سلنه ډېر رایې یوسي.

عبدالله وايي که د درغلیو شواهد موجود وو، زه پایلې نه منم. نښې نښانې ښې نه ښکاري او دا د هېواد لپاره مطلوب وضعیت نه دی.

په افغانستان کې د ټاکنو امنیت خونديتابه زښته ډېر پام شوی خو بیا هم له ۷۴۰۰ مرکزونو څخه ۲۴۰۰ مرکزونه پرانېستي پاتې نه دي. طالبانو د ولسمشر غني کمپیانیزه غونډه کې بمونه وچول او ۲۴ تنه يې وژل او پر امرالله خان صالح باندې برید کې يې هم ۳۰ تنه ووژل.

طالبانو ویلي چې دوی به پر عامو خلکو بریدونه کوي او ټول سړکونه به بندوي.

۵۹ کلن عبدالله بیا خپل ټول کمپیاین په غني پر انتقادونو تېر کړ او ځان ډېر محترم ځکه ورته ښکاري چې، د ده په وینا، دوه ځله يې د ملت د خیر او ښېګڼې په خاطر له جنجال څخه تېر شو، کنه په ۲۰۰۹ کې يې له کرزي او په ۲۰۱۴ کې یې له غني رايې ګټلې وې.

منتقدین وايي چې د عبدالله غني-ضد ټوکې او ګوت نیونې د دې مانا ورکوي چې عبدالله د هېواد ملي او مهمو مسلو لپاره سم پیغام یا اجنډا نه لري.

عبدالله ویلي چې که [ولسمشر] وټاکل شو، د موقت حکومت جوړېدو پلوی به کوي، پدې شرط که ملي اجماع رامنځته کېږي او طالبانو مذاکراتو ته حاضرېږي. غني هم ویلي چې ورته کار به کوي

washingtonpost.com

Leave A Reply