سادات: وېره مې زړه کې نشته؛ هر چېرې چې زورواکی وي ځپل کېږي

0 344

د کورنیو چارو وزارت ستر  امنیتي مرستیال خوشحال سادات وايي، له خدای ج پرته نور له هېچاه وېره نه لري او زورواکی چې هر چېرې وي، ټکول کېږي.

سادات په یوې تازه مرکه کې ټینګار کړی دی چې د جمهوري ریاست ټاکنو امنیت لپاره امنیتي پلان خپله افغان امنیتي ارګانونو جوړ کړی و چې عملي کېدل یې فوق العاده بریالي وو.

هغه ویلي  د ټاکنو د امنیت کمېسیون مشري ورته ولسمشر غني ورکړې وه.

نوموړی ټیګار کړی دی چې ځینو ولسوالیو کې یو شمېر زورواکو غوښتل چې ټاکنو کې  درغلي وکړي، خو د نیم ساعت په اوږدو کې يې مخنیوی وشو.

سادات ژمنه کړې چې هېڅ زورواکی ورته ورته د منلو وړی نه دی او له اساسي قانون او افغانستان له بیرغ پرته نور هېڅ څه ورته ارزښت نه لري.

د هغه په وینا، د طالبانو بریدونه یې په هره څنډه کې شنډ کړي دي.

Leave A Reply