ټاکنو کمېسیون عبدالله ته غبرګون کې؛ د کامیابۍ د اعلان حق نه لرې

0 292

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر حبیب الرحمن ننګ وايي، د عبدالله په شمول هېڅ نوماند حق نه لري چې ځان بریالی اعلان کړي، ځکه دا حق یوازې له ټاکنیزو کمېسیونونو سره دی.

ننګ وویل، د ۳۵۶ ولسوالیو ټاکنیز مواد د ولایتونو مراکزو ته رسېدلي او ډېر ژر به یې کابل ته د انتقال پروسه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالله نیم ساعت مخکې وویل چې دی ټاکنو کې ګټونکی دی.

Leave A Reply