ډېلي ټایمز: افغان ټاکنې بریالۍ وې، دا د افغانستان لپاره ښه نښه ده

0 380

د پاکستان “ډېلي ټایمز” ورځپاڼه لیکي چې (بریالۍ ټاکنې د افغانستان لپاره یوه ښه نښه ده).

د دې پاکستانۍ ورځپاڼې یاد مطلب کاږي چې د پرمختګ په حال یو هېواد لکه افغانستان کې د ټاکنو په ورځ د بایومیټریک ماشینونو ډېر سم کار نه کول، یا د ټاکنیزو موادو غلط ځای ته لېږدول کېدل یا د نورو ورته ستونزو سره مخ کېدل کومه غیرعادي خبره نه ده. خو بیا هم د نورو دریو پخوانیو ولسمشریزو ټاکنو په پرتله وضعیت فوق العاده ښه وو. راځي وګورو چې د اکټوبر ۱۹مې لومړنۍ پایلې او د نومبر ۱۷مې وروستۍ پایلې څه اعلانوي.

دا مطلب لیکي چې د ټاکنې په پروسه کې د طالبانو کړنو وښوده چې دا ډله په افغانستان کې عصري ولسواکي نه غواړي او دا يې هم زړه ته نه لوېږي چې واک دې له نورو سره شریک کړي.

مطلب لیکي چې تېر ځل ټاکنو کې ګډود حال و او بیا د ملي وحدت حکومت رامنځته شو. هیله ده دا ځل یو نوماند غوڅ اکثریت رايې وګټي او په یواځې ځان ولسمشري وکړي.

مطلب په پای کې بیانوي چې که غني یا عبدالله هر کوم یو ټاکنې وګټي، افغانستان او ولسواکۍ ته ستر خدمت کولای شي.

Leave A Reply