داوړ پنجابیانو ته: ځواب راکړئ ولې مو د جنګ لپاره یو نسل پښتون قتل کړ؟

0 967

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړیو محسن داوړ او علي وزیر له میاشتو بند وروسته تېره ورځ بېرته د پاکستان پارلمان ته ستانه او هلته یې په لوړ غږ د پښتنو له حقونو یو ځل بیا د دفاع غږ پورته کړ.

هغوی د پاکستان پارلمان کې د خپلې وینا پر مهال وویل، نور د پاکستان له حکومته د ژمنې او وفادارۍ تمه نه لري.

داوړ زیاته کړې، عمران خان خپله منلې چې له ټولې نړۍ نه را ټول شوي ترهګر پاکستان روزلي. هغه ویلي، دی باید ددې ترهګرو له لورې د وژل شویو کسانو پوښتنه له چا څخه وکړي. نوموړي زیاته کړې، کوم جنګي ذهنیت چې پاکستان جوړ کړی دی د همدې له امله پوره یو نسل پښتانه وژل شوي او اوس چې یې دوی پوښتنې ته راوتلي نو په بیلابیلو نومونو نیول کېږي او ربړونې ورکول کېږي،

Leave A Reply