اسلام آباد ته په یوه وخت د ملا برادر او خلیلزاد سفر

0 308

د طالبانو ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ملا برادر په مشرۍ  د طالبانو یو پلاوی اسلام آباد ته سفر کوي.

شاهین ویلي په دې سفر کې به طالب استازي له پاکستانیو چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو بحث وکړي.

شاهین نه دي ویلي چې په کومو موضوعاتو به بحث کوي؟

بلخوا تېره ورځ ناوخته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی دی او هلته یې له پاکستانیو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

Leave A Reply