ټرمپ: پر طالبانو مو داسې ګوزارونه کړي چې هېڅکله به ترې جوړ نه شي

0 274

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکايي ځواکونو افغانستان کې پر طالبانو داسې ګوزارونه او حملې کړي چې هېڅکله به ترې ونه رغېږي.

هغه نن د خبریالانو دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له طالبانو سره به بیا د سولې مذاکرات پیل کړئ؟ ویلي، پر طالبانو مو حملې زیاتې کړي دي او هغوی ته سخت زیانونه اوښتي دي، دا حملې هغه مهال زیاتې شوې چې کابل کې يې د یو امریکایي په ګډون ۱۲ تنه ووژل.

ټرمپ له طالبانو سره د مذاکراتو او افغانستان د وضعیت په اړه نور څه نه دي ویلي.

ټرمپ پر داسې مهال دغه خبرې کوي چې طالب پلاوي او زلمي خلیلزاد په یوه وخت پاکستان ته سفر وکړ.

Leave A Reply