دوستم او صلاح الدین رباني له افغانستانه په میاشتنیو رخصتیو وتلي دي

0 393

د ثبات او همپالنې ټیم مخکښو پلویانو جنرال دوستم او صلاح الدین رباني افغانستان پرېښی دی.

باوري سرچینو ویلي، چې جنرال دوستم د تېرې پنجشنبې په ورځ او صلاح  الدین رباني پرون شنبه له هېواد وتلي دي.

جنرال دوستم د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته تللی او له هغه ځایه ویل کېږي تللی دی ترکیې ته.

صلاح  الدین رباني د یوې میاشتې لپاره هېواد پریښی دی، تر اوسه له افغانستان څخه د وتلو لپاره د دې څېرو اهداف نه دي مالوم.

د صلاح الدین رباني تر راستنېدو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان ددې  وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه نیمو اوونیو ټاکنو کمېسیون د جمهوري ریاست انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

Leave A Reply