مارک اسپر: د ټرمپ د غوښتنې پر اساس مو طالبانو باندې بریدونه زیات کړي

0 227

د امریکې  دفاع وزیر مارک اسپر ویلي، د ډونالډ ټرمپ په غوښتنه او دستور يې افغانستان کې د طالبانو خلاف خپل بریدونو ته زور ورکړی دی.

هغه واشنګټن کې خبریالانو سره مرکه کې خبرداری ورکړی دی چې دغه بریدونه له نور هم زیات شي.

د هغه په وینا، دا چې خپله مو هم بریدونه زیات کړي، تر څنګ مو افغان هوايي ځواکونو ته هم د مشورو ورکړو لړۍ جاري ساتلې ده.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ټینګار کړی دی چې افغانستان کې د خپل هېواد د سرتېرو شمېر کمېدل ارزوي.

Leave A Reply