د استونیا لومړی وزیر افغانستان ته راغلی او ولسمشر سره یې کتلي دي

0 276

ولسمشر محمد اشرف غني د استونیا لومړي وزیر یوري راتاس سره په ارګ کې کتلي دي.

ولسمشر غني د استونیا لومړي وزیر سره کتنه کې ویلي، د نظامي همکاریو ترڅنګ دې دغه هېواد د افغان ځوانانو سره د زده کړو، د کادرونو روزلو او د معلوماتي ټکنالوژۍ تجربو شریکولو په برخوکې هم همکاري وکړي.

د استونیا لومړي وزیر یوري راتاس جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته په بریالي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو مبارکي وویله او ټاکنې یې په افغانستان کې د ثبات د تامین لپاره غوره لار وبلله. هغه همداراز د امنیت د تامین لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایلې.

د استونیا لومړي وزیر وویل، افغانستان پام وړ اقتصادي لاسته راوړنې لري او هیواد به یې افغان ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو او د همکارۍ تجربو شریکولو کې مرسته وکړي. هغه همداراز څرګنده کړه چې استونیا به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکړي.

Leave A Reply