بغلان کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه شوې

0 275

بغلان ولایت کې د يوې سترې ولسي غونډې پر مهال خلکو له حکومت او افغان ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

د غونډې ګډونوالو څه موده وړاندې په پلخمري او د دې ولایت په نورو برخو کې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د ولسي پاڅونوالو او افغان ځواکونو د مقاومت ستاینې تر څنګ ټينګار وکړ، چې د بغلان خلک به هېڅ کله د دولت ضد ډلو پر وړاندې غلي پاتې نه شي او اجازه به ورنه کړي، چې سیمې یې ونیسې.

د بغلان د حج او اوقاف رییس نصیرحمیدي وايي، د هېواد او خاورې دوښمنان غواړي، چې په بېلابېلو نومونو د افغان وژنې لړۍ جاري وساتي او د جګړې تنور په افغانستان کې ګرم وساتي.

حمیدي وايي، خلک باید هڅه وکړي، چې په ټول توان سره د خپلو سیمو امنیت ونیسې او نور هم وهڅوي، چې ورانکاري فعالیتونه ونه کړي.

د دې غونډې په پای کې دیني عالمانو د یوه پرېکړه لیک په لوستلو سره وویل، چې له افغان ځواکونو او حکومت دفاع یې ایماني او وجداني دنده ده.

دوی د دې غونډې پر مهال له جنګي ډلو وغوښتل، چې نور باید افغان وژنه په هېواد کې بس کړي.

په دې غونډه کې دیني عالمانو او ولسي خلکو په دې ټینګار وکړ، چې خلک له افغان حکومت او ځواکونو په هر ډول شرایطو کې ملاتړ کوي، نو دولت ضد ډلو ته پکار ده، چې نور له روانې جګړې لاس واخلي او سولې ته زړه ښه کړي.

Leave A Reply