د ناټو پارلمان د افغان ځواکونو د لا مجهز کېدو پرېکړه کړې

0 770

د ناټو په کلنۍ پارلماني غونډې پرون شنبه پرېکړه وشوه چې د ناټو متحدین او شرکاء به په افغانستان کې ملي امنیتي ځواکونه پیاوړي کوي او له د افغانستان له بیاجوړونې سره به مالي مرسته کوي.

  د افغانستان په اړه به ناټو دا پارلماني غونډه داسې یوه پرېکړه لیک ته رایه ورکوي چې له مخې به يې د افغانستان وړتیا لوړېږي، پرخپلو پښو به ودرېږي او مسلکي کېږي به، تر څو وکولای شي په افغانستان کې پایداره سوله او ثبات تأمین کړي.

د ناټو دغه غونډه یو څو وروستې له هغه جوړېږي چې به افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره او د سولې راتلونکی ناملوم دی.

په یاد پرېکړه لیک به په افغانستان کې د سولې هوکړې ترلاسه کولو پورې به بهرني پوځیان پاتې کېږي او د افغانستان د امنیتي ځواک مجهز کولو ته به دوام ورکوي.

دوی همدا ډول د ټولشموله بین الافغاني مذاکراتو غږ کړی او ویلي يې دي چې دوی به له شخړې وروسته افغانستان سره اوږدمهاله مالي او تخنیکي مرسته کوي چې په هغوی کې دغه موارد راځي: په ټولنه کې د پخوانیو طالب جګړه مارانو رایوځای کول، د اقتصادي ودې ترویج او د افغان ملي پولیسو پرمختګ.

د ناټو پارلماني غونډې همدا شان د افغانستان په پارلمان غږ کړی چې تضمین کړي د سولې هر ډول تړون په وروستیو کلونو کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو مخه نه ډب کوي.

په دې پرېکړه لیک کې د ټولنې په ټولو برخو کې د افغان ښځو پر سترو پرمختګونو ټینګار شوی او د دوی د لاسته راوړنو د ساتنې او خوندي تابه اړوند اصرار شوی دی. د دې غونډې غړیو پر افغان ښځو غږ کړی چې د سولې په راتلونکو خبرو کې “هدفمند رول” ولوبوی.

په پای کې دې غونډې پر افغان سیاستولو غږ کړی چې خپلمنځۍ شخړې دې پرېږدي او د داسې شرایطو لپاره دې اصلاحات چټک کړي چې اړینه مشروع او مؤثره حکومتولي رامنځ ته کړي او په ټول هېواد کې د قانون پراخه حاکمیت تأمین کړي.

Leave A Reply