۲۲ افغان پیلوټانو چک جمهوریت کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې

0 204

د افغانستان د هوايي ځواک ۲۲ پیلوټان چې چک جمهوریت په کې په زده کړو بوخت وو، خپلې زده کړې يې بشپړې او نن يې د فراغت اسناد تر لاسه کړل.

چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزاد ګل اریوبي چې د فراغت په دې مراسمو کې يې وینا کوله ویلي، دا د افغانستان د هوايي ځواک لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

هغه ویلي، له فارغانو سره به د افغانستان هوايي ځواک لا پیاوړی شي.

تر دې وړاندې هم یاد هېواد کې ګڼ شمېر افغان پیلوټانو خپلې زده کړې پای ته رسولې وې.

فارغ شویو پیلوټانو ویلي، ژمن دي چې د افغانستان په هوايي ځواک کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

Leave A Reply