ارګ: تر هغه چې افغان مارکېټ بېرته رانه کړل شي، پېښور کې کُنسلګري نه خلاصوو

0 430

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، تر هغه چې پېښور کې افغان مارکېټ بېرته د افغانستان دولت ته ونه سپارل شي، دوی به هلته خپله کُنسلګري بېرته خلاصه نه کړي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي ویلي، د افغان مارکېټ ړنګېدو او له دغه مارکېټ د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ کوزېدو په تړاو د پاکستان د حکومت وروستي اقدامات قانوني نه دي.

د صدیقي په وینا، تر هغه چې دغه ستونزه د خبرو له لارې نه وي حل شوي، کُنسلګري به بېرته خلاصه نه کړي.

هغه ویلي د افرادو دعوې باید د هېوادونو اړیکې خرابې نه کړي او اړتیا  ده چې افغان مارکېټ بېرته افغان حکومت ته په واک کې ورکړل شي.

افغان حکومت وروسته له هغه د خیبر پښتونخوا په پېښور کې خپله کنُسلګري وتړله چې د پاکستان حکومت دغه ښار کې له افغان مارکېټ د افغانستان بېرغ راکوز کړ.

Leave A Reply