وسله والو د کابل په ارغندي کې یو ځوان سیځلی دی

0 395

ناپېژانده وسله والو نن د زینت الله په نوم یو کس چې د مالیې وزارت کار کوونکی و، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ ارغندې سیمه کې له موټر کوز کړی، وروسته یې لاسونه پښې پرې تړلي، بېرته یې موټر ته پورته او هملته یې اور ور اچولی دی.

سرچینې وايي، پېښه نن وروسته له غرمې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې زینت الله نومی کس له دفتره کور ته د تللو په حال کې و.

د سیمې خلکو بیا ویلي، زینت الله ته د طالبانو پخوا ګواښ کړی و چې باید دنده پرېږدي.

د مالیې وزارت یوې بلې سرچینې بیا ټینګار کړی دی چې زینت الله د طالبانو لخوا سوځول شوی دی.

د سرچینو په وینا، زینت له څوو کلونو راهېسې مالیې وزارت د شپږم بست مامور و.

امنیتي مسوولینو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د پغمان په شمول د کابل مختلفو سیمو کې هدفي وژنې او جنايي پېښې زیاتې شوې دي.

خلک غوښتنه کوي چې امنیتي چارواکي  دې د پېښو مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

Leave A Reply