سیګار: نړیوالې ټولنې د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره ۱۱میلیارد ډالره مرسته کړې

0 258

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار اداره یا سیګار وایي، نړیوالې ټولنې د ۲۰۰۲کال څخه د ۲۰۱۹ کال د مارچ تر شلمې د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره ۱۱.۴۵میلیارد ډ‌الر مرسته کړې ده.

سیګار په خپل راپور کې د نړیوال بانک له قوله ویلي، له افغانستان سره دغه مرستې د ۳۴تمویلونکو له لوري شوې دي.

د سیګار د راپور له مخې امریکا په دې موده کې ۷.۷میلیارده، چاپان ۳.۲میلیارده، برتیانیي۲.۷میلیارده، جرمني ۲.۶میلیارد او اروپایې ټولنې بیا ۲.۵میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

سیګار زیاته کړې دغه پیسې د افغانستان د بیا رغونې صندوق ته ورکړل شوې دې.

د افغانستان د بیا رغونې صندوق(ARTF)  په ۲۰۰۲کال کې د بیارغونې د مرستو په مصرفولو کې د روڼتیا او د مالي چارو د تامین لپاره د مرستندویانو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي او افغان حکومت سره د مالي مرستو په موخه جوړ شوی دی.

د سیګار له لوري دا راپور داسې مهال خپریږي چې دوه ورځې وړاندې د سیګار مشر جان ساپکو له ولسمشرغني سره د فساد پرضد د افغان حکومت مبارزې په اړه خبرې وکړې.

ساپکو په دې لیدنه کې په افغانستان کې د فساد پر ضد له مبارزې خوښي ښودلې وه او ویلي دي چې افغان حکومت په دې برخه کې پرمختګونه کړي دي.

Leave A Reply