د جلغوزیو، پستې او زعفرانو پر قاچاق د بندیز حکم

0 260

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یو تازه حکم کې بهرنیو هېوادونو ته د جلغوزیو، پستې او زعفرانو پر قاچاق بندیز ولګوی.
نن چهارشنبه له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې له امنیتي ځواکونو څخه غوښتل شوي، چې یاد محصولات د قاچاق په وخت کې ضبط کړي او قاچاق وړونکې دي عدالي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
په دغه حکم همدارنګه راغلي که اړوند مسؤلین د یادو محصولاتو د قاچاق په مخنیوي کې غفلت وکړي، تر عدلي تعقیب لاندې به ونیول شي.
ولسمشر غني دا حکم پر داسې مهال ورکوي، چې مخکې یو شمېر سوداګرو شکایت کړی و، چې د پکتیا جلغوزي د ډیورند کرښې له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي.

Leave A Reply