کومانډو ځواکونو له درېیو کلونو وروسته د بغلان ډنډ غوري سیمه له طالبانو ونیوله

0 306

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د بغلان ولایت په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او کیله ګي سيمو کې د عملیاتو په ترڅ کې، د تاله او برفک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو د مسوول، د بغلان لپاره د طالبانو د نظامي مسوول او د بغلان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د مرستیال قاري بختیار چې څو ورځې مخکې ووژل شو د ځای ناستي په ګډون لسګونه نور طالبان وژلي دي.

ملي دفاع وزارت په وینا، په دې عملیاتو کې تېره شپه، د بغلان لپاره د طالبانو د عشر او زکاتو مسوول قاري عصمت الله په ګډون 71 طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کاږي امنیتي ځواکونو د ډنډ غوري سیمه په بشپړه توګه د طالبانون له شتون څخه پاکه کړې ده او اوس مهال په ډنډ شهاب الدین او کیله ګي سیمو کې جدي عملیات دوام لري او دولتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

Leave A Reply