ولسونه: علي پور له موټرو خلک ښکته کوي او بیا يې وژني

0 293

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالۍ تنګې سعیدان قومي مشران او سپین ږیرو چې ولسوال فضل الرحمان رحیمیي په ملتیا د والي ډګرجنرال مظفرالدین یمین سره په لیدنه کې وویل: علي پور له موتړو خلک ښکته کوي، ځوروی يې، جیبونه یې لټوي او بیا یې وژني، یادو مشرانو زیاته کړه: میاشتې وړاندې د دوی دوه کلیوال په نامه د فضل ربي او سعید عباس له موټره ښکته کړي و، چې فضل ربي په شهادت رسولی او سعید عباس یې له وهلو ټکولو وروسته ازاد کړ.

یادو مشرانو زیاته کړه: علي پور له نیول شویو کسانانو مال او پیسې لوټي له فضل ربي یې هم پیسې اخیستې له شهادت وروسته یې جسد په غره کې موندل شوي د مشرانو په وینا علي پور شخصي زندان لري چې تر ۵ زیات کسان پکې زندانیان دي.

راغلو مشرانو د میدان وردګو له والي ښاغلي يمين وغوښتل چې دوی دا غږ تر مرکزي حکومت پورې ورسوي خو په ورخت کې والي ښاغلي یمین مشرانو ته ډاډ ورکړ، ستاسو غږ، ستونزې او غوښتنې یو ځل بیا په جدي ډول مرکزي حکومت او په ځانګړي ډول تر ولسمشره رسیږي همدارنګه ښاغلي یمین له دوی سره ژمنه وکړه: په پوره توان د شته امکاناتو څخه په استفادې او مرکزي حکومت په همکارۍ به د علي پور د دا ډول کړونو مخنیوی کوو.

که څه هم میدان وردګو والي له ټاکنو وړاندې مرکزي اداره او په ځانګړي ډول ولسمشر په جریان کې کړي و، چې علي پور عامه خلک له موټرو ښکته کوي، د ولایت د ابادۍ او پرمختګ په وړاندې خنډونه جوړه وي، ولايتې اداره به د ولسونو د پورته نیوکو سره د علی پور موضوع جدي تعقیب او حل کړي.

Leave A Reply