ولسمشر:  مونږ د خپل ځان د “امنیت” تامین مسوول یوو

0 267

ولسمشر محمد اشرف غني د ازربایجان پلازمېنې باکو کې د ناپیېلې هېوادونو غورځنګ مشرانو ناسته کې د وینا پر مهال وویل افغانان چمتو دي چې د سولې پروسې هر اړخیزه مشري په خپل لاس کې واخلي.

ولسمشر زیاته کړې” ترهګري لا هم سیمې او نړۍ ته لوی ګواښ دی او د له منځه وړلو لپاره یې ګډو همکاریو ته اړتیا ده.”

د ولسمشر په وینا، د افغانستان خلکو تېرو ۴ کلونو کې سخت شرایط تجربه کړي دي.

ولسمشر څرګنده کړې چې له ۲۰۱۵ کال راهېسې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تلفات ځکه کم شوي دي چې ۹۰ سلنه یرغلیز عملیات خپله افغان سرتېري پر مخ وړي.

د ولسمشر په وینا” که چېرې طالبان او د هغوی ملګرو زمونږ د سولې وړاندیز منلی وای، افغانستان کې به اوس د بهرنیو ځواکونو شمېر زیات راکم شوی و؛ خو له بده مرغه چې طالبانو په نړیواله کچه ترهګریزو ډلو سره اړیکې ټينګې کړې دي او هغوی ته یې د فعالیت امکان برابر کړی او اوس هڅه کوي چې تاوتریخوالی دود کړي.”

ولسمشر زیاته کړې چې سول ته جدي اراده لري.

هغه وویل” تل پاتې سوله د افغانستان د حکومت په لومړیتوب کې ده مونږ په بشپړ ډول د افغانستان خلکو او سیمې ته د سولې راتللو ته ژمن یوو”

ولسمشر ټينګار کړی دی چې افغانستان د اتلسو کلونو پخوانی افغانستان نه دی، مونږ تېر کال د ولسي جرګې ټاکنې تجربه کړې او دا دی سږ کال د ولسمشرۍ تر ټولو رڼې ټاکې مو ترسره کړې.

ولسمشر وویل” مونږ د خپل امنیت د خوندیتوب مسوول یوو، افغان ځواکونو دې لاره ک زیاته قرباني ورکړې ده.

د ناپېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې بیا د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ګډون کړی و.

Leave A Reply