ناړۍ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو نښته؛ پاکستانۍ ملېشې تېښتې ته اړ شوي

0 312

ناړۍ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو نښته؛ پاکستانۍ ملېشې شاتګ ته اړ شوي

افغان سرحدي ځواکونو نن مازیګر له پاکستانیو ځواکونو سره سخته نښته پیل کړې ده.

سیمه کې سرچینې وايي، چې پاکستانیو ځواکونو غوښتل د ناړۍ ولسوالۍ لوړه څوکه ونیسي چې د افغان سرتېرو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

سرچینې وايي، افغان سرتېرو په پاکستانیو ځواکونو تعرض کړی دی او له لوړې څوکي يې شاتګ ته اړ کړي دي

د سرچینو په وینا، سیمه کې افغان سرتېرو د پاکستانیو ځواکونو څلور پوستې نیولې دي، دوه دهشکې او ځینې نور تجهیزات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

پاکستانیو ځواکونو خپلې ډاډسنې هم سیمه کې پريښي دي.

ناړۍ ولسوالۍ کې سرچینې وايي، چې جګړه لا هم روانه ده او افغان ځواکونو ته مرستندویه سرتېري هم رسېدلي دي.

Leave A Reply