جمهور رئيس غني د امریکا د سولې انستیتوت له مسوولینو سره وکتل

0 251

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د امریکا متحدو ایالاتو د سولې انستیتوت له مسوولینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو په افغانستان کې د ولسواکۍ د بنسټيزه کولو او سولې په برخه کې د یاد بنسټ پر برنامو او فعالیتونو بحث او خبرې وکړې.
د امریکا متحدو ایالاتو د سولې انستیتوت مسوولینو وویل، غواړو پوه شو چې جمهوررئیس او د افغانستان حکومت د سولې په اړه څه ډول لیدلوری لري او سولې ته د رسېدو په خاطر د کوم ډول عملي لارو په لټه کې دي.
جمهوررئیس غني په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د سولې انستیتوت له برنامو د قدردانۍ ترڅنګ د باعزته او پایداره سولې لپاره د افغان حکومت د طرحې او برنامو په اړه خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د باعزته او پایداره سولې د تامین په خاطر د افغان حکومت اووه ماده ییز پلان د تشریح ترڅنګ وویل، د یاد پلان موخه دا ده چې په حکومت کې ظرفیتونه پیاوړي او د طالبانو د ادغام لارې ولټول شي، دغه راز د لومړیتوبونو په ځانګړي ډول د هغو لارو چارو پر عملي کولو چې د ولسوالیو په کچه شخړې له منځه وړي، کار وشي.
جمهوررئیس د حکومتولۍ پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل، موږ به په افغانستان کې د جګړې د لاملونو پر ارزونې او پېژندنه لا زیات کار وکړو، دغه راز زموږ لپاره د جمهوریت مسئله او د ښاروندۍ موضوعات زیات مهم دي، ترڅو سوله په واقعیت بدله شي.
په دغه کتنه کې په افغانستان کې د شخړې د دوام پر لاملونو په ځانګړي ډول پر افغان ولس د طالبانو د تحمیلي جګړې په اړه هم بحث وشو.

Leave A Reply