تېره ورځ وروسته له غرمې شاوخوا دوه بجې پاکستانیو ځواکونو د کونړ ولایت ناړۍ وسوالۍ دوکلام سیمه باندې د پوستو جوړېدو هڅه وکړه چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې امنیتي سرچینې وايي، افغان توپچي ځواکونو د پاکستانیو ملېشو د سکاواټ مېنې په نوم یو لوی پوځي مرکز چې تل به یې ترې پر کونړ ولایت راکېټيونه توغول، په بشپړ ډول تخریب کړی دی.

سیمه کې باوري سرچینې وايي، چې ناړۍ کې لا هم جګړه روانه ده او افغان ځواکونه په لوړه روحیه د دښمن مقابل کې ولاړ دي او ځواب ورکوي.

د سرچینو په خبره، د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام، پرې کوټ، پاشینګر، تونوګلا، تعمیرک او توحید اباد سیمو کې لا هم جګړه روانه ده.

تر دې دمه د نښتو پر مهال، درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي، ۴ پوستې او زیات شمېر درنې وسلې يې د افغان ځواکونو لخوا تخریب شوي دي.

ویل کېږي د عامو خلکو په کورونو د پاکستاني ځواکونو د ډزو له کبله، دوه مېرمنې شهیدانې شوې دي او څلور کسه نور هم ټپیان دي.

د ناړۍ ولسوالۍ مسوولین وايي، چې سیمې ته یې تازه دمي ځواکونه هم لېږلي دي.