د بهرنیو چارو وزارت کار کوونکو ته د ادریس زمان خبرداری

0 637

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان د یو مکتوب له لارې، د وزارت مامورینو، په کور دننه د سیاسي استازولیو او بهر کې د کُنسلګریو کار کوونکیو ته خبرداری ورکړی دی چې ټولنیزو رسنیو کې دې هېواد کې د روان سیاسي او امنیتي وضعیت په تړاو له لیکنو او نظر ورکولو ډډه وکړي.

ادریس زمان ویلي، که چېرې ددې وزارت کار کوونکي له هدایت سر غړونه وکړي، له سخت قانوني چلند سره به مخ ي.

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت مامورینو او د کنسلګریو کار کوونکو د حکومت خلاف او د مخکېني وزیر صلاح الدین رباني په ننګه فعالیت کاوه.

د ادریس زمان دغه اقدام له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

Leave A Reply