د سولې لپاره د ولسمشر غني د ۷ ماده ییزې طرحې جزیات خپاره شول

0 320

ددې طرحه یوه کاپي چې رسنیو ته رسېدلې په کې راغلي، چې ولسمشر غني د امریکا متحده ایالتونو ته وړاندیز کوي، چې له افغانستان سره یو ځای د امریکایي ځواکونو د وېستو لپاره یو عملي کړنلاره جوړه کړي او تر وتو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یو چوکاټ جوړ کړي. د نوموړي په وینا، دا کار له طالبانو سره د امریکا تر مذاکراتو وروسته هم کېدای شي.

ددې طرحې په دویمه ماده کې راغلي، چې یو پنځلس نفري مذاکراتي ټیم به له طالبانو سره خبرې پرمخ یوسي او سمدستي به سرتاسري اوربند اعلانېږي او ددې کار موخه به دا وي چې طالبان ثباته کړي چې د جګړې د لیکو قوماندانان یې پاشل شوي نه دي او مذاکرات هم په عملي ډول بریالیتوب ته ورسېږي.

په دې طرحه کې له پاکستان سره په مذاکرې هم ټینګار شوی چې دغه هېواد به تضمین ورکوي چې وسله والو ډلو ته به پناه ځایونه نه ورکوي او افغانستان به ورسره د لویو اقتصادي پروژې په برخه کې رښتینې همکاري کوي.

له اسلامي نړۍ او ګاونډیانو سره د بحث له لارې به د افغان سولې په تړاو د هغوی اندېښنه رفع کېږي او اروپایي ټولنه، ملګري ملتونه، نړیوال بانک او د افغانستان نور اقتصادي همکاران به په پراختیایي برنامو کې شاملېږي.

په ملي کچه به ټول بنسټونه غښتلي کېږي او د افغان ځواکونو له غښتلي کولو نیولې د ښې حکومتولۍ بنسټونو تر قوي کېدو او د فساد تر مهارېدو پورې ټول اقدامات به قدم په قدم مخکې وړل کېږي.

د سولې په اړه د ولسمشر غني ددې طرحې په اومه ماده کې راغلي، چې په سیمه ییزه کچه به شکایتونو ته رسېدنه کېږي او سمدستي د غښتلي کوونکو ګامونو په توګه به یوه کوچنۍ جرګه راغوښتل کېږي ترڅو سیاسي ګوندونه، د مدني ټولنو کلیدي لوبغاړي، د قربانیانو د کورنیو استازي او د ځوانانو او ښځو استازي به په کې د سولې په اړه د نظریاتو په یووالي مشورې وکړي.

همداراز افغانستان به له خپلو متحدینو سره د مشورې لپاره په کابل کې یو ورځنی نړیوال کنفرانس دایروي او د سولې او راتلونکو ګامونو په اړه به د هغوی مشوره اخلي او بالاخره به د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې اترې په یوه عملي پروسې بدلېږي. دغه طرحه په رسمي ډول افغان حکومت نه ده تائید کړې.

Leave A Reply