محب: پاکستان دې تضمین راکړي چې د طالبانو په څېر به د بل حرکت شوم ملاتړ نه کوي

0 345

د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له طالبانو سره د افغان حکومت د اووه ماده ییز پلان د تشریح پر مهال وویل، که طالبان یو موټي وي او پر سوله باور لري، افغان حکومت ورته د یوې میاشتې اوربند وړاندیز کوي چې طالبان خپل ځان په کې ثابت کړي.

محب نن سه شنبه رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، د افغانستان خلک حق لري چې د سولې په  جزییاتو پوه شي.

د محب په وینا، افغان حکومت تر دې وړاندې طالبانو سره د سولې خبرو کې کوم شرط نه درلود، خو اوس يې دغه تګلاره بدله کړې او طالبان باید د سولې مذاکراتو پیل لپاره اوربند وکړي.

د ملي امنیت سلاکار وویل، طالبان د پاکستان لاس پوڅي دي او په خپلو جنګیالیو کنټرول نه لري.

محب څرګنده کړه چې د طالبانو زیات شمېر قوماندانان اوس له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.

هغه وویل، مونږ له پاکستان سره د طالبانو له پټو او ښکاره اړیکو خبر یوو، خو طالبان باید ولس ته وضاحت ورکړي چې پاکستان سره یې اړیکې په کوم ډول دي؟

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل، د افغان حکومت د سولې پلان یوه برخه دا ده چې پاکستان باید مونږ ته ضمانت راکړي چې له طالبانو سره به اړیکې پرې کوي او بیا به افغانستان کې له کوم بل سیاسي ګوند او یا حرکت څخه د طالبانو په څېر شوم ملاتړ نه کوي.

محب ټینګار وکړ چې طالبان باید له افغان وژنې لاس واخلي او د افغانستان له خلکو سره د سولې خبرو ته کېني.

د ملي امنیت سلاکار وویل، د افغانستان د سولې په  تړاو چې هره موافقه کېږي، باید د سیمې هېوادونه، په ځانګړې توګه روسیه، چین، هند او ایران ورسره ښکېل او همغږي وي.

حمدالله محب افغانستان ته د زلمي خلیلزاد وروستي سفر ته په اشارې وویل، هغه پر سوله او د حکومت په جوړښت هېڅ راز بحث نه درلود، ځکه د حکومت جوړښت افغانانو پورې تړاو لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې کابل ته د خلیلزاد د سفر هدف، د دوو امریکايي استادانو خوشې کول و.

هغه وویل، مونږ چمتو یوو چې په دې برخه کې له امریکا سره بحث او همکاري وکړو.

هغه وویل، د افغانستان جګړه عقیدوي نه ده.

د محب په وینا، د طالبانو جګړه درې ډوله ده چې ځینې يې د قدرت لپاره جګړه کوي، ځینې د پیسو په بدل کې او ځینې نور يې بیا د نشه يي توکو د قاچاق لپاره جګړه کوي.

د ملي امنیت مشاور حمدالله وویل، چې د ملا ذاکر په اړه داسې رپوټونه دي، چې نوموړی له داعش سره یوځای شوی او که دا مساله دقیقه وي، دا په دې مانا ده، چې له طالبانو سره له سولې وروسته به د داعش په نامه جګړه روانه وي.

Leave A Reply