د سحرا په نوم یوه پېغله چې اصلآ د ننګرهار ولایت ده او اوس کونړ کې ژوند کوي، د کونړ ولایت د پولیسو په ځانګړو قطعاتو کې یې دنده اخېستې ده.

سحرا چې له یو کال زیاته موده کېږي کونړ ولایت کې دنده ترسره کوي وايي ” کله به مې چې لیدل چاودنې کېږي، ځانمرګي کېږي او کله ناکله د امنیتي ځواکونو د تلفاتو راپورونه خپرېدل، ځان سره مې پرېکړه وکړه چې زه باید سرتېرې شم، چې دا دی اوس خپل هدف ته رسېدلې یم”

هغې ټینګار کړی دی، که څه هم کورني او ټولنیز محدودیتونه زیات و، خو د کورنۍ په خوښه سرتېرې شوې، هغه هم کونړ ولایت کې.

سحرا وايي، په ډېر ویاړ، د وطن له نورو سرتېرو سره یو ځای، د جګړې هرې لومړۍ کرښې ته ځي او د مخالفینو خلاف جنګ کوي.

نوموړې له نورو پېغلو هم غوښتنه کړې ده چې باید د افغان ځواکونو لیکو ته لاړې شي او د وطن لپاره خدمت وکړي.