امنیت شورا د امریکايي پوهنتون استادانو بدل کې د ۸۰ طالبانو خوشې کېدو ګنګوسې رد کړې

0 301

د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه آوازې رد کړې چې ګواکې له افغان حکومت څخه د امریکايي پوهنتون د آسټرالیوي او امریکایي استادانو د خوشې کولو بدل کې د انس حقاني په شمول، د ۸۰ طالبانو د آزادېدو غوښتنه شوې.

یو شمېر رسنیو تېره ورځ راپور خپور کړی و چې ګواکې طالب وسله والو د افغانستان د سولې لپاره دا مریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته د سولې مذاکراتو بیا پیل لپاره مهم شرط، د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو بدل کې، انس حقاني او حافظ رشید په ګډون، ۸۰ طالبان راخوشې کول ایښی و.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ویلي، تر اوسه داسې وړاندیز ورته نه دی شوی او نه به افغان حکومت داسې کوم معامله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په یو خبري کنفرانس کې تایید کړه چې زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو لپاره نه بلکې د امریکايي پوهنتون د دوه ښوونکو د خوشې کولو په تړاو کابل ته راغلی او مرسته یې غوښتې ده.

محب ویلي، افغان حکومت چمتو دی چې په دې برخه کې یوازې بحث وکړي بس!

Leave A Reply