امریکا پاکستان ته: ترهګر دې لاهم نه دي ځپلي، له منځه یې یوسه

0 272

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا اندېښنه ښودلې ده چې لا هم د پاکستان په خاوره کې ترهګر، په ځانګړې توګه طالبان او د حقاني شبکې غړي خلاصې تڼۍ ګرځي، خو دغه هېواد يې پر ضد هېڅ راز اقدام نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان کې فعاله طالبان او د حقاني شبکې غړي، افغانستان کې د امریکايي او افغان  ځواکونه خلاف عملیات او بریدونه پلانوي.

اعلامیه کې همدا راز د امریکا د بهرنیو چار وزارت، د القاعده شبکې د پاتې شونو له فعالیت هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

راپور کاږي، سیمه کې لشکر طیبه، جیش محمد، حقاني شبکه او طالبان د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي، همدلته بریدونه طرحه کوي او دغه هېواد یې ملاتړی دی.

راپور کې ویل شوي” پاکستان لا هم د ترهګرو خلاف کافي اقدامات نه دي کړي، لشکر طیبه او جیش محمد فعالیت کوي چې دا د اندېښنې وړ مسله ده.”

د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې پاکستان له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي” پاکستان ژمنه کړې وه چې خپله خاوره کې به ترهګر ځپي، د هغوی رزونه به بندوي او د افغانستان د سولې پروسه کې به همکاري کوي، خو تر اوسه دا ژمنه نه ده پوره شوې.”

تازه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په خپلو خبرو کې ویلي و، تر هغه چې پاکستان  ونه غواړي، طالبان رښتینې سولې ته غاړه نه ږدي او دغه هېواد باید نور د طالبانو له ملاتړ لاس  واخلي.

Leave A Reply