مشرانو جرګه: امریکا دې زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه کړي

0 241

د افغانستان مشرانو جرګې له امریکا غوښتي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه کړي.

مشرانو جرګې ویلي چې خلیلزاد د سولې پروسه کې خپلې شخصي ګټې تعقیبوي او پالي يې.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي نن یکشنه ویلي، امریکا دې د زلمي خلیلزاد بل کس د سولې پروسې لپاره معرفي کړي.

د هغه په وینا، د سولې پروسې بري لپاره د زلمي خلیلزاد هڅو هېڅ راز ګټه نه درلوده او اوس خپلې شخصي ګټې پالي.

ښاغلي صدیقي ټينګار کړی دی چې د افغانستان خلک حق لري چې پوه شي ولې خلیلزاد افغانستان کې د موقت حکومت جوړېدو په لټه کې دی؟ په داسې حال کې چې افغانان د موقت حکومت پلویان نه دي.

د مشرانو جرګې بل غړي صفي الله هاشمي ویلي، خلیلزاد تېرو دورو کې زیاتې  تېروتنې کړې دي چې اوس يې هڅو ته هېڅ راز هیله مندي نشته ده.

Leave A Reply