یوناما د مولانا عبدالله له بد چلنده ټاکنو خپلواک کمېسیون ته شکایت کړی

0 259

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په یوه لیک کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ ته د مولانا عبدالله له بد چلند څخه شکایت کړی دی.

په دې لیک کې راغلي، چې د نومبر په ۵ په هغه غونډه کې چې د یوناما استازي، په ټاکنو د نړیوالو څارونکو بنسټونو دوه استازي او د کمېسیون غړو ګډون درلود، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د غونډې په جریان کې د ټاکنو کمېسیون د رایو شمېرنې ډېټابس منیجر ښاغلي بشیر علي ته کنځلې کړي او هغه یې تر مرګ ګواښلی چې که د رایو بیا شمېرنه ترسره کړي، نو ګیله به یې له ځانه وي.

په دې لیک کې تدامیچي یماماتو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د مولانا عبدالله له چلند شکایت کړی او له کمېسیون څخه یې سپیناوی غوښتی دی.

مولانا عبدالله د ټاکنو قانون د ۱۶ مادې په نقض تورن شوی او ویل شوي چې نوموړي مخامخ بشیر علي سره غیر قانوني، تبعیضي او ګواښونکی عمل کړی او باید دوی ته د هغه ددې بد چلند په اړه سپناوی ورکړل شي.

یوناما د ټاکنو کمېسیون د دې کمېشنر له بد چلند ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې که کمېسیون د مولانا عبدالله د چلند سپیناوی ورته ونه کړي، نو دغه موضوع له ټاکنو کمېسیون سره د یوناما په همکاریو منفي اغېز پرې اېستلی شي.

مولانا عبدالله د ټاکنو کمېسیون کمېشنر دی، خو له ثبات او همپالنې ټیم په ښکاره ملاتړ کوي او د ټاکنو ملي پروسه یې ددې ټاکنیزې ډلې د غوښتنو او فرمایشونو لپاره ننګولې ده.

هغه تېره اونۍ له رسنیو سره په مرکه کې د ټاکنو کمېسیون د قانون، طرزالعمل او لوایحو خلاف د ټاکنو کمېسیون په کارونو نیوکه وکړه او دا یې خپل شخصي نظر وباله.

Leave A Reply